د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس الحاج مولوي عبدالودو حقاني په کابل کې د مرحوم رغبت په نوم د بوکسينګ له سياليو څخه ليدنه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۹:۶
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس الحاج مولوي عبدالودو حقاني په کابل کې د مرحوم رغبت په نوم د بوکسينګ له سياليو څخه ليدنه وکړه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د بوکسينګ ملي فدراسیون په تمريناتي ځای کې، د مرحوم عبدالغفور رغبت په نوم د بوکسينګ له دېرشم پړاو سياليو څخه ليدنه وکړه.

له ښاغلي حقاني سره په دې ليدنه کې د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د فدراسيونونو امر محمد اعظم کوهي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د ميدان وردګ ولايت ورزشي امر ذبیح الله وهاج او د سوک‌وهنې فدراسیون مسوولينو هم ملتيا کوله.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودود حقاني د سوک وهنې سياليو کې ګډونوالو ته په خپله وينا کې خوښي وښوده، چې له شل کلنې جګړې وروسته د سولې او امنيت په فضا کې سيالۍ ترسره کيږي.

ښاغلي حقاني ورزش يوه جامع کلمه وبلله چې په ورزشکارانو متحمل ده.

نوموړي ورزشکاران د کليو ، ښارونو، ولايتونو او هېوادونو ترمنځ ارتباطي پول ياد کړل په خبره يې؛ همدا ورزشکاران دي چې له هېواده بهر په ورزشي سياليو کې ګډون کوي او د افغانستان په استازیتوب له نړۍ سره د هېواد ارتباطي پول رامنځته کوي.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې يو ځل بيا له ورزشکارانو سره د خپل توان او اقتصاد مطابق د ملاتړ او امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې د پياوړې ارادې هوډ څرګند کړ.

د مرحوم عبدالغفور رغبت په نوم د بوکسينګ دېرشم پړاو سيالۍ دوه ورځې وړاندې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د سوک وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځای کې د ٢٢ کلبونو د "١١-١٢ کلنو او ١٤-١٦کلنو" دوو سني کټګوريو ١٣٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې.

په دې سیالیو کې ګډون کوونکي ورزشکاران له ۳۵ کیلو تر ۷۰ کیلو پورې په ۱۴ وزنونو کې د یو بل په وړاندې سیالۍ کوي.

د دغو سیالیو موخه د ارواښاد عبدالغفور رغبت یاد او د بوکسنګ د تنکیو ورزشکارانو وړتیاوو ته وده ورکول دي.

دغه سیالۍ هر کال د کابل ښار د کلبونو ترمنځ د ارواښاد عبدالغفور رغبت د بوکسرانو ټولنې له لوري د افغانستان د بوکسېنګ فدراسیون په همکارۍ ترسره کیږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS