د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د مرغومي مياشتې پر لسمې نېټې د شنبې په ورځ دونيمې بجې ترسره کړه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۵:۲۱
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د مرغومي مياشتې پر لسمې نېټې د شنبې په ورځ دونيمې بجې ترسره کړه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د دې ادارې د رئيس ښاغلي نظر محمد مطمئن په مشري د شنبې پر ورځ(مرغومي۱۰) تر سره کړه.رپه دې مجلس کې محترم عبدالودود حقاني اداري او مالي رئيس،مولوي دادمحمد بريال عطايي د دعوت او ارشاد رئيس،جانعلم حسني د فني او مسلکلي رياست سرپرست، الله محمد اتل مشواڼي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس، غلام فاروق الماس د مشورتي بورډ غړي، د داخلي تفتيش آمر مليار نيازيوال، انجنير سيد رسول افغاني د  بدني روزنې او سپورټ رياست مشاور او قدرت الله زرمتي د خارجه ارتباطاتو آمر ګډون کړی و.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د مرغومي مياشتې پر لسمې نېټې د شنبې په ورځ دونيمې بجې ترسره کړه

 
غونډه د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د غونډې اجنډا ګډونوالو ته وړاندې شوه او د اجنډا مطابق انجنير سيد رسول افغاني د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رياست حقوقي مشاور ولايتونو ته د بوديجې د تعديل پر پروسې د ورسپارل شوي مسوليت له مخې رڼا واچوله، چې په کومو ولايتونو کې په کومو برخو کې لګښت ته اړیتا ده او بايد بوديجه ورته تعديل شي. سيد رسول افغاني ماده وار او د جدول له مخې د ټولو ولايتونو اړتياوې تشريح او مقدار يې سره له دلايلو وښود، چې عموماً په ولايتونو کې د ترميماتو، د معاشاتو د کمبودۍ، د برېښنا په برخه کې ، د تېر کال د پور په برخه کې، د اوبو د څاګانو لپاره او د سپورټې البستې لپاره بوديجې ته اړتيا وه. تر بحث، کمون او زياتون وروسته جلسې ولایتونو ته د بوديجې تعديل تاييد کړ. 
په دې اداري جلسه کې دويم بحث د ګازو پر خريداري، مقدار او مصرف وشو، پر دې بحث وشو ،چې د رياست اړوند هره اداره څومره ګازو ته اړتيا لري او په ټوله کې بايد څومره ګاز وپېرل شي. د نوموړې موضوع د لا څېړلو او وضاحت په موخه يو درې نفري هيئت وټاکل شو، چې په ترکيب کې يې مولوي داد محمد بريال عطايي، ښاغلی عزيز الرحمن فاروقي او ښاغلی سيف الرحمن کړوخېل شامل دي. 
د جلسې درېيم بحث د توشکو د خريداري و، جلسې پرېکړه وکړه،چې اداري او مالي رياست دې د يادې موضوع اړوند له ګټونکي شرکت سره قرارداد وکړي او ودې پېري. 

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د مرغومي مياشتې پر لسمې نېټې د شنبې په ورځ دونيمې بجې ترسره کړه


په نوموړې جلسه کې وروستی بحث د هغو شپږو ولايتونو د امريتونو پر اړه و، چې سږ کال په ارزونه کې په کمزورې  (درېيمه) کټګوري کې راغلي وو. جلسې پرېکړه وکړه،چې لومړی دې نوموړيو امريتونو ته توصيه وشي، بيا اخطاريه ورکړل شي او که بيا يې هم ځانونه عيار نه کړل او کارونه يې له پلان و پاليسي سره سم نه وو؛ نو پر ځای دې نوي مسولين وګومارل شي. 
غونډه د مولوي صاحب عبدالودود حقاني په دعا سره مازيګر ناوخته پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS