د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د کندز ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۲۸
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د کندز ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس الحاج داد محمد پاينده اختري، د پلان او ستراتيژۍ رييس انجنير محمد حنیف حنيفي او د نوموړې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د کندز ولايت له ورزشي ادارې، ورزشي اماکنو ليدنه وکړه او د دغه ولايت د ورزشي رياست له کارکوونکو او د مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره يې وليدل او د دوی ستونزې يې واورېدې.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ياد ولايت ته د‌ دوی ورتګ يې په‌ ورزشي برخه کې غوره اقدام‌ ياد کړ.

ورپسې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د ياد ولايت د ورزشي ادارې او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له‌ استازو سره ناسته وکړ او د دوی غوښتنې او ستونزې يې واورېدې. ښاغلي وثيق د کندز ولايت ورزشي مسولينو ته په خپله‌ وينا کې وويل: د‌ کندز ولايت خلک له لومړيو غيرتي او مېلمه پال خلک‌ وو او نن هم هماغه خلک دي، نوموړي همداراز زياته کړه: ورزش د بل هر وخت په پرتله مخ پر بره روان دی او ښه وده يې کړې، چې په ټوله کې د دغې ودې او پرمختګ لامل تاسو د مختلفو ورزشي فدراسيونونو مسولين يئ، چې غښتلي، پياوړي او په اسلامي روحيه سمبال ورزشکاران مو روزلي او نن سبا د هېواد په کچه په نړيوالو سياليو کې له لاسته راوړنو ډک لاسونه هیواد ته راستنیږي. هغه د ياد ولايت له ورزشي مسولينو سره ژمنه وکړه، چې د‌ هيواد د ورزش اداره يې د‌ تیر په څېر ترڅنګ ولاړه ده‌ او په ورزشي برخه کې به‌ يې هر اړخيز ملاتړ کوي او ستونزو ته‌ به‌ يې رسېدنه کوي.

هېره دې نه وي، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه سفر پيل کړی، چې تېره ورځ يې د بغلان ولايت له ورزشي ادارې هم ليدنه کړې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۴
Background image

کابل کې د ملي لوبډلې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې د فني ارزونې او ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اشي هارا کراټې ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو ملي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۲
Background image

کندز؛ د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال د امام صاحب ولسوالۍ له ورزشي کلبونو او لوبغاړو لیدنه وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس د امام صاحب ولسوالۍ له ورزشي کلبونو او لوبغاړو لیدنه وکړه.

پ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۰
Background image

ننګرهار کې د ۲۰ ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ۲۰ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS