د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د تخار ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۴
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د تخار ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس الحاج داد محمد پاينده اختري، د پلان او پالیسي رييس انجنير محمد حنیف حنيفي او د نوموړې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د تخار ولايت له ورزشي ادارې او د دغه ولايت د ورزشي رياست له کارکوونکو او د مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره وليدل او د دوی ستونزې يې واورېدې.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ياد ولايت ته د‌ هېواد د ورزش ادارې ورتګ ستاينه يې وکړه.

ورپسې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د ياد ولايت د ورزشي ادارې او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له‌ استازو سره ناسته وکړ او د دوی غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې يې واورېدې.

ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د تخار ولايت ورزشي مسولينو ته د هغو د غوښتنو، وړانديزونو او شته‌ ستونزو په برخه کې ډاډ ورکړ‌، چې ستونزو ته به يې‌ تر خپل توانه رسيدګي کوي. ښاغلي وثيق د فدراسيونونو له مسولينو‌ سره ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت لپاره به ورزشي توشکې له پېشنهاد وروسته لېږل کېږي، تر څو د دغه ولايت ورزشکاران پرې خپلې لوبې ترسره کړي. نوموړي د ياد ولايت ورزشي چارې احسن او ښې و بللې او په راتلونکې کې يې د دغه ولايت ورزشي مسولينو ته د لا زياتو برياوو هيله وښوده.

هېره دې نه وي، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه سفر پيل کړی، چې تېره ورځ يې د کندز ولايت له ورزشي ادارې هم ليدنه کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې د دغې ناستې په پای کې د جمناستيک فدراسيون د ورزشکارانو له لوري ورزشي نمايشات هم ترسره شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴۸
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS