د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس بغلان ولايت ته د سفر په دوام د ښوونځيو ترمنځ د فوټسال سياليو پرانيسته وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۳
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس بغلان ولايت ته د سفر په دوام د ښوونځيو ترمنځ د فوټسال سياليو پرانيسته وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، بغلان ولايت ته د خپل سفر په دوام د ياد ولايت د مرکز پلخمري د ۲۰ دولتي او خصوصي ښوونځيو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سياليو پرانيسته وکړه.

د دغو سياليو د‌ پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق د ښوونځيو زده کوونکو ته ښه راغلاست ووايه‌ او دوی يې د وطن د ښه راتلونکي اتلان ياد کړل. ښاغلي وثيق وويل: تاسو ځوانان به نه يوازې د وطن په رغوونه کې مثبت ګامونه واخلئ؛ بلکې په ورزشي ډګر کې به هم تاسو وطنوالو ته مډالونه راوړئ او د وطنوالو د خوښۍ سبب به جوړېږئ.

ورپسې د دغو سياليو لومړۍ لوبه وشوه، چې په پايله کې خواجه کمال ولي لېسې لوبډلې پارک شمرق لېسې لوبډلې ته د ۴-۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي، د مرکز پلخمري د ۲۰ ښوونځيو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS