د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي د تخار ولايت له والي سره وکتل

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۹:۸
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي د تخار ولايت له والي سره وکتل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په دوام، د تخار ولايت له والي الحاج مولوي سميع الله حزب الله سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

په دغه ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د ورزش د لا ښې ودې، د ځوانانو د سالمې روزنې، د ورزشي اماکنو د ښه خونديتوب، د ياد ولايت له ورزشي ادارې سره د تل په څېر د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په موخه خبرې وشوې.

د دغه ناستې په‌ پای کې د ياد ولايت والي الحاج مولوي سميع الله حزب الله د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق سره ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت مقام به د تل په څېر له ورزش ادارې سره همکار وي او خپله همکاري به جاري ساتي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS