د افغان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې قطر هیواد ته ماته ورکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۸:۵۵
د افغان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې قطر هیواد ته ماته ورکړه

د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې قطر هیواد ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان له خوا حبیب الله هوتک وتوانېده، چې په ۱۸ مه او ۴۰ مه دقیقه کې ګول ترسره کړي او په دې ډول افغانستان وکولی شول تر پایه د مقابل لوري پر وړاندې مبارزه وکړي او د قطر لوبډله پرې نږدي، چې له یوه ګول څخه زیات ګولونه ترسره کړي.

باید یادونه وکړو، چې له دې وړاندې د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په یادو سیالیو کې له ایران او جنوبي کوریا څخه ماتې خوړلې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS