د افغانستان ۲۰ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ګافا سيالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۸:۵۷
د افغانستان ۲۰ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ګافا سيالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا " ګافا" جام سیالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې سیالي کې، چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوه، افغانستان د دویم پړاو په لومړيو کې له سیالې لوبډلې د یو ګول په کولو سره مخکې و؛ خو ډېر ژر ترکمنستان هم وتوانېد چې ګول ترسره کړي.

د لوبې په جریان کې ترکمنستان ته د پینالټي چانس په لاس ورغی، د افغان لوبډلې ګول ساتونکي وکولی شول، چې په پینالټي کې د ګول مخه ونیسي.

د لوبې په دوام د ترکمنستان لوبډلې دوه درې نورې خطرناکې حملې هم د افغانستان د ګول ساتونکي په طرف وکړې؛ خو افغان شل کلنې فوټبال ملي لوبډلې وکولی شول، چې په وروستیو لسو دقیقو کې دویم ګول هم ترسره کړي او د یادې سیالي بریا خپله کړي.

د ګافا شل کلنو فوټبال لوبډلو سیالۍ په تاجکستان کې ترسره کیږي، چې افغانستان، ایران، تاجکستان، ، ترکمنستان، ازبکستان لوبډلې پکې ګډون لري.

سبا به د افغانستان په وخت ۴:۳۰ بجې مازیګر مال د افغان شل کلنو فوټبال ملي لوبډله له تاجکستان سره خپله دویمه سیالي ترسره کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS