د افغانستان کام اير واليبال ملي لوبډله له‌ بريالي سفر وروسته بېرته خپل هيواد ته راستنه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۹
د افغانستان کام اير واليبال ملي لوبډله له‌ بريالي سفر وروسته بېرته خپل هيواد ته راستنه شوه

د افغانستان کام اير واليبال ملي لوبډله د اسيا کلبونو د اتلولۍ په سياليو کې له ګډون وروسته له څوارلسم مقام سره بېرته خپل هيواد ته راستنه شوه.

د اسیایي کلبونو د اتلولۍ په دغو سیالیو کې له ۱۶ هیوادونو څخه ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وو، چې افغانستان په دوو ګروپونو کې اووه سیالۍ ترسره کړې، شپږ سیالۍ یې بایلولې هانګ کانګ او یمن دواړو هیوادونو ته یې د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړې، چې په پایله کې د اسیا په کچه د والیبال په درجه بندۍ کې یې له ۷۲ مقام څخه ۱۴ مقام خپل کړ.

بايد يادونه وشي چې افغان لوبغاړو ته د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د رهبرۍ له لوري ښه راغلاست وويل شو، کړنې يې وستايل شوې او په راتلونکي کې ورسره د لا نورو همکاريو ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS