د افغانستان په کچه د بوکسنګ ملي فدراسینو نوی سرپرست رئیس وټاکل شو
نن یکشنبه د روان ۱۴۰۲یم کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱ نېټه د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپیک ملي کمېتې اجرایه رئیس داد محمد پاینده اختري او د ورزش ادارې د مسوولینو له لوري محمد قدیر سلطاني د افغانستان د بوکسنګ ملي فدراسیون د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپیک ملي کمېټې اجرایه رئیس داد محمد پاینده اختري، د بدني روزنې او ورزش ریاست د مالي او اداري چارو سرپرست رئیس محمد الله احساس، د پلان او ستراتیژۍ ارشد مشاور ګلاب الدین خپلواک، د همدې ریاست د دعوت و ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د یو شمېر فدراسیونونو رئیسانو او ورزشي مسولینو ګډون کړی و.
په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي عبدالودود حقاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د بوکسنګ نوي سرپرست رئیس محمد قدیر سلطاني ته مبارکي ورکړه زیاته یې کړه: موږ هڅه کړې او هڅه کوو چې په فدراسیونونو کې شته خنډونه له منځه یوسو او ورزش ته په حقیقي بڼه وده ورکړو، ده همداراز د بوکسنګ له نوي سرپرست رئیس څخه غوښتنه وکړه چې ورزشکارانو ته په رښتینې توګه کار وکړي او خپله ژمنتیا ثابته کړي.
ښاغلي حقاني همداراز وویل: د بوکسنګ ملي فدراسیون نوی رئیس د یاد فدراسیون د رهبري او د مجموعه عمومي د پرېکړې په اساس ټاکل شوی.
ورپسې د المپیک ملي کمېټې اجرایه رئیس دادمحمد پاینده اختري د نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: د ورزش په برخه کې باید ځوانه انرژي وکارول شي او ځوانانو ته وخت ورکړل شي؛ ترڅو ورزش ځوان او لا ښه په پښو ودرېږي. ده له ورزشي روزونکو او استادانو څخه غوښتنه وکړه چې ورزشکارانو ته د اولاد په سترګه وګوري او سالمه روزنه یې وکړي.
د یادې برنامې په پای کې د ورزش رهبرۍ له لوري محمد قدیر سلطاني د بوکسنګ ملي فدراسیون پر څوکۍ تکیه وکړه او رسما معرفي شو.
