د افغانستان له ٢٠ کلنو کم عمره لوبډله په کافا سياليو کې د ګډون په موخه قرغیستان هېواد ته لاړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۲:۴۶
د افغانستان له ٢٠ کلنو کم عمره لوبډله په کافا سياليو کې د ګډون په موخه قرغیستان هېواد ته لاړه

د افغانستان د فوټبال له ٢٠ کلنو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي آسیا اتلولي (کافا) سياليو کې د ګډون په موخه قرغیزستان هېواد ته روانه شوه.

د مرکزي آسیا د فوټبال (کافا) سیالۍ چې ټاکل شوې د روانې چنګاښ میاشتې په ١٥مه نېټه پیل شي، افغانستان په الف ګروپ کې له قرغیزستان او تاجیکستان هېوادونو سره لوبې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې له دغې لوبډلې سره یو تن لوبڅار سید ننګیالی سادات هم مل دی، چې هلته به د مرستیال لوبڅار په توګه دنده ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رهبري پلاوي له لوبډلې سره د مخه ښې په مراسمو کې دوی ته اړوندې سپارښتنې وکړې او هیله یې څرګنده کړه، چې له خپلو سیالانو سره ښې لوبې ترسره کړي او ډک لاسونه بېرته هېواد ته را ستانه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS