د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له لبنان هیواد څخه دویمه تدارکاتي لوبه هم وګټله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله دویمه تدارکاتي لوبه له لبنان هیواد څخه وګټله، له دې وړاندې هم افغانستان د یادو سیالیو لومړنۍ لوبه ګټلې وه.
افغانستان وتوانېدو، چې په دویمه لوبه کې لبنان هیواد ته د ۴/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.
د افغانستان له خوا څخه علي امیري او حمید رضا حسیني دوه ـ دوه ګولونه وکړل.
د یادونې وړ ده ، چې یادې درې تمریناتي لوبې د لبنان په کوربتوب ترسره کیږي او وروستۍ درېیمه لوبه به سبا دوشنبه ترسره شي.
