د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له میانمار سره سیالي کوي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۵۳
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له میانمار سره سیالي کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له میانمار سره د دغه هېواد په کوربه‌توب، د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام سیالیو کې د لوبېدو په موخه، نن (د وري ۵‌مه) د کابل پر مهال مازیګر ۳:۰۰ بجې په پیلیزه مرحله کې سیالي کوي.

په دغه سیالۍ کې که افغان ملي لوبډله سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي، درې امتیازه به تر لاسه کړي او که لوبه مساوي شوه، د یو امتیاز ګټونکې کېږي.

د ویلو ده، چې د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام سیالۍ به د ۲۴ هېوادونو په ګډون د سعودي عربستان په کوربه‌توب به د ۲۰۲۷ میلادي کال جنوري میاشتې پر ۷مه پیل او د فیبروري پر ۵مې نېټې به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS