د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۴۱
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې، چې اوس مهال د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په تمریناتو بوخته ده، نن (جمعه) له سعودي عربستان سره یې په دوستانه سیالۍ کې دغه هېواد ته د ۳ – ۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې اکبر بهادري، فهیم حیدري او سعید سیاسي د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

د دغو سیالیو پر دوام به افغان ملي لوبدله د کب پر ۲۵م او ۲۶مه د جاپان او بحرین ساحلي فوټبال ملي لوبډلو سره هم د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال مارچ میاشتې پر شلمه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS