د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله له جاپان سره سیالي کوي

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله له جاپان سره سیالي کوي

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله، له ۲۰۲۵ساحلي فوټبال اسیا جام سیالیو وړاندې نن( شنبه) د جاپان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دغه دوستانه سیالي به د کابل پر مهال ماسپښین ۳:۳۰ بجې د ټایلنډ هېواد په کوربه‌توب ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان له دې وړاندې خپله لومړۍ دوستانه سیالۍ له سعودي عربستان څخه د ۳ – ۲ په پایلې سره وګټله.

د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال مارچ میاشتې پر شلمه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS