د افغانستان رګبي لوبډلې په رګبي اسيايي سياليو کې څلورم مقام وګاټه
د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د قطر په کوربتوب د رګبي (اشيا رګبي سيونس ټراپي) په نوم په اسيايي سياليو کې څلورم مقام ترلاسه کړ.
د رګبي دغه سيالۍ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوام لري د افغانستان رګبي لوبډلې پکې پنځه سیالۍ ترسره کړلې، چې له ډلې يې دوه وګټلې، دوه یې بایلودې او یوه یې مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان لوبډله په دغو سیالیو کې له هند، ازبکستان، بحرین، قزاقستان لوبډلو سره مخ شوه.
افغان لوبډلې د رګبي اسيايي سياليو د درېيم او څلورم مقام لپاره له قزاقستان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ښکته شوه، چې دغه لوبه افغانستان وبایلله او په دې سره یې د دغو سیالیو څلورم مقام ترلاسه کړ.
د قطر په کوربتوب د رګبي په دغو اسيايي سياليو د افغانستان په ګډون د ١٥ اسيايي هېوادونو د رګبي لوبډلو برخه لرله.
