د افغانستان د وزلوبو ملي سیالۍ بل پړاو ته لاړې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
د افغانستان د وزلوبو ملي سیالۍ بل پړاو ته لاړې

د وزلوبې ملي سیالیو کې تېره ورځ هم دوه لوبو وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې پنجشېر لوبډلې بامیان ته څلور د یو په وړاندې ماتې ورکړه.

په دویمه لوبه کې بلخ لوبډله وتوانېده، چې څلور پر صفر نورستان لوبډلې ته ماتې ورکړي.

په دې سره د افغانستان د وزلوبې ملي سیالیو پیل شوی درېیم پړاو بل پړاو ته ننوت او دغه پړاو ته اتو لوبډلو لار ومونده. په دغو اتو لوبډلو کې بلخ، کندهار، بدخشان، کندز، سرپل، بغلان، تخار او پنجشېر ولایتونو لوبډلې شاملې دي.

یاده دې وي، چې ټاکل شوې وه تېره ورځ د فاریاب او کندز لوبډلو تر منځ هم لوبه وشي، خو د فاریاب لوبډلې د نه شتون له امله یاده لوبه و نه شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS