د افغانستان د لامبو وهلو ملي فدراسيون د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت په قرغې بند کې سيالۍ وکړې.
د افغانستان د لامبو وهلو ملي فدراسيون د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت په قرغې بند کې سيالۍ وکړې.
په دې لوبو کې له کابل څخه د ځوانانو، تنکي ځوانانو او لويانو په برخو کې ۶۰ لامبو زنانو د يو بل پروړاندې سيالۍ وکړې.
د تنکيو ځوانانو لپاره ۴۰۰ متره او د لويانو او ځوانانو لپاره ۲ زره متره واټن ټاکل شوی و.
د لويانو په کته ګورۍ کې فهیم انوری، محمد امین حمیدی او مهدی ابراهیمي لومړي درې مقامونه خپل کړل.
د ځوانانو څانګه کې بيا حسېن لومړی، امان حميدي دوېم او سلیم درېم مقام ترلاسه کړ.
همدارنګه د تنکيو ځوانانو په برخه کې علي محمدي د اتلولۍ جام خپل کړ، علي رضا حمیدي او ادريس سلطاني په ګډه د دويم مقام په ګټلو شريک شول.
د لوبغاړو د هڅونې او د لوبو د نندارې لپاره د المپیک د ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش رياست مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحیمي هم ورغلی و.
د لوبو په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته د لامبو وهلو ملي فدراسيون له لورې کپونه هم ورکړل شول.
