د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لبنان پر وړاندې خپله درېيمه تدارکاتي لوبه مساوي پای ته ورسوله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله درېيمه او وروستۍ تدارکاتي لوبه تېره شپه د لبنان پر وړاندې ترسره کړه، چې ياده لوبه د دوو- دوو ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د افغانستان له خو سيد حسين موسوي او مهران غلامي يو- يو ګول ترسره کړ.
افغانستان خپلې لومړنۍ دوه لوبې له لبنان هيواد څخه د ۳/۲ او ۴/۳ ګولونو په توپير ګټلې وې. بايد يادونه وکړو، چې لبنان د اسيا هیوادونو د فوټسال په غوره لسو لوبډلو کې قرار لري، چې د افغانستان لوبډلې وکولی شول، په درېوو لوبو کې ورڅخه دوه لوبې وګټي او وروستۍ هغه مساوي پای ته ورسوي.
