د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه.
د آسیا د مرکز فوټسال جام سیالیو په لړ کې دا ځل د نولس کلنو افغان ملي لوبډلې ۵ د یو په وړاندې تاجکستان هېواد ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره امید قنبري ۲، نورالله نظري او سیدمجتبی حسیني یو یو ګول وواهه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان وروستۍ لوبه به د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په وړاندې کېږي.
