د افغانستان د فوټبال ١٧ کلنو ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام او نړيوال جام ته په مقدماتي سیالیو کې د ګډون او لوبېدو په موخه ټايلنډ ته روانه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۸:۵۸
د افغانستان د فوټبال ١٧ کلنو ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام او نړيوال جام ته په مقدماتي سیالیو کې د ګډون او لوبېدو په موخه ټايلنډ ته روانه شوه

د افغانســــــــتان ١٧ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال فدراسیون له مشر محمد يوسف کارګر سره تر ليدنې او مخې ښې وروسته د اسيا جام او نړيوالو جام ته په مقدماتي سیالیو کې د ګډون او لوبېدو په موخه ټايلنډ ته روانه شوه.

په همدې مناسبت مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي او د فوټبال فدراسیون اړوند نورو مسوولینو شتون درلود.

د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر له دغو ورزشکارانو سره په ليدنه کې خوښي وښوده، چې په لومړي ځل د افغانستان د فوټبال ١٧ کلنو ملي لوبډله د نړيوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون کوي.

ښاغلي کارګر هيله څرګنده کړه، چې که ياده لوبډله په اسيا ملتونو جام کې ښه لاسته راوړنې ولري؛ نو مستقیماً به نړيوالو جام ته لار ومومي.

نوموړي د نورو هېوادونو د فوټبال لوبډلو امکاناتو ته په کتو د افغانستان لوبغاړي ښه و ارزول.

کارګر همداراز له لوبغاړو څخه وغوښتل چې پر وخت خپل تمرين او نورو کارونو ته رسيدنه وکړي.

ټاکل شوې د اسيا ملتونو او نړيوال جام مقدماتي سيالۍ به د روانې جون مياشتې په ١٥مه نېټه رسماً پیل شي.

له افغانستان څخه په دغو لوبو کې ٢٨ تنه ګډون لري، چې ٢٣ تنه يې لوبغاړي او پاتې نور يې روزونکي، مدير او د پلاوي مشر تشکيلوي.

افغانستان د دغو سياليو په "ب" ګروپ کې له ايران، قطر او جنوبي کوريا سره لوبې لري.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې افغانستان به د جون په ١٦مه نېټه په خپله لومړنۍ لوبه کې د ايران پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS