د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اندونیزیا پر وړاندې د دوستانه لوبې ګټونکي شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اندونیزیا پر وړاندې د دوستانه لوبې ګټونکي شوه.
سمیر هیبت
د افغانستان او اندونیزیا فوټبال لوبډلو تر منځ یوه دوستانه لوبه ترسره شوه چې ۱-۰ د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.
په دواړو نیمو کې مو برابره لوبه له دواړو لورو ولیدله دواړو ټیمونو د ګول ترسره کولو ښه چانسونه درلودل خو هیڅ توپ د ګول لیکې نه تیر نشو تر دې چې په پای شیبو کې امید پوپلزي وکولای شول د یو ګول په ترسره کولو سره د خپل هیوادوال په شونډو مسکا راولی.
د یادولو وړ ده چې پوپلزي د تعویضی لوبغاړي په توګه میدان ته راغی و او د هغه راتللو څخه څو دقیقې وروسته یې د افغانستان لپاره ګول ترسره کړ.
د یادونې وړ ده چې دغه لوبه د ترکیې گلوریا اسپورت آرناکې ترسره شوه چې افغانستان پکې د اندونیزیا ملي لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړه.
