د افغانستان د فوټبال تر شل کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسيا مرکزي کافا سياليو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روانه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۹:۱۳
د افغانستان د فوټبال تر شل کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسيا مرکزي کافا سياليو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روانه شوه

د افغانستان د فوټبال تر ٢٠ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره تر ليدنې او مخې ښې وروسته د اسيا مرکزي کافا سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه تاجکستان هیواد ته روانه شوه.

په همدې موخه په جوړو شو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دفتر رئیس او اداري او مالي سرپرست محمد الله احساس او المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري شتون درلود.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودود حقاني دغو ورزشکارانو سره په ليدنه کې د افغان لوبډلې د بريا غوښتنه وکړه په خبره يې؛ که څه هم د ګاونډیو هېوادونو په نسبت د افغانستان ورزشکاران ډېر کم امکانات لري؛ خو افغانان معنويات او قوي اراده لري.

ښاغلي حقاني زياته کړه؛ نړيوال باید له دغو معنوياتو څخه متاثر شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل؛ ټول ورزشکاران بايد د لوبو په جريان کې خپلو معنويات ته متوجه و اوسي او نړيوالو ته د خپلو معنویاتو ترڅنګ خپل دودونه او عنعنات هم انتقال کړي.

ښاغلي حقاني يو ځل بيا له ورزشکارانو خپل ملاتړ څرګند کړ او ورزشکاران يې په نړيوالو ډګرونو کې د افغانستان اميدونه وبلل.

د اسيا مرکزی کافا سيالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کيږي، چې د افغانستان په شمول د ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان لوبډلې به پکې ولوبيږي.

د غه سيالۍ چې د ليګ په بڼه ترسره کيږي د روانې مۍ مياشتې له ١٩ څخه تر ٢٩ نېټې پورې به دوام وکړي.

په دغو سياليو کې له افغانستان څخه ٢٩ تنه ګډون کوي چې ٢٣ تنه يې لوبغاړي او پاتې نور يې د روزونکو برخه تشکيلوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS