د افغانستان د فوتبال ۱۶ کلنو ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د قرغیزستان پروړاندې لوبه مساوی کړه
د افغانستان د فوتبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې په منځنۍ اسیا کې خپله لومړۍ لوبه له قرغیزستان سره ۱-۱ مساوي کړه.
د دې لوبې یوازینی ګول حکیم خان نیازی ترسره کړ په دې لوبه کې چې څه هم د هېواد تنکيو ځوانانو ډېر چانسونه درلودل، خو ونه توانېدل چې د مخالف لوري دروازه له يو ځل څخه زیاد پرانيزي.
د فوتبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله به په دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه د ازبکستان پر وړاندې ترسره کوی.
