د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې دویمه لوبه له تاجکستان سره مساوي پای ته ورسېده

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۳
د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې دویمه لوبه له تاجکستان سره مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان د ځوانانو شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالو په لړ کې خپله دویمه لوبه نن مازیګر په “TALCO ARENA" لوبغالي کې له تاجکستان هیواد سره ترسره کړه، چې د یو- یو ګول په کولو سره مساوي پای ته ورسېده.

د دې سیالي په لومړۍ نیمايي کې تاجکستان وتوانېده یو ګول ترسره کړي، په دویمه نمایي کې د افغانستان له خوا همایون امین وکولی شول، چې په ۴۸ یمه دقیقه کې ګول ترسره کړي. په پایله کې یو ټیم هم ونه توانېده، چې دویم ګول ترسره کړي او یاده لوبه مساوي پای ته ورسېده.

افغانستان د دې لوبې په ترسره کولو سره، له ازبکستان څخه وروسته د ۴ امتیازونو په لرلو سره په دویم ردیف کې قرار لري.

افغانستان به خپله درېیمه سیالي چهارشنبه د غبرګولي پر درېیمه د افغانستان په وخت ۴:۳۰ بجې په "زسکا" لوبغالي کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS