د افغانستان د زونونو د فوټبال اتلانو سیالۍ د هېواد د ورزش ادارې د رهبري مولوي احمد الله وثیق په شتون کې پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۳۵
د افغانستان د زونونو د فوټبال اتلانو سیالۍ د هېواد د ورزش ادارې د رهبري مولوي احمد الله وثیق په شتون کې پيل شوې

د افغانستان د زونونو د فوټبال اتلانو سیالۍ د المپیک کمېټې، بدني روزنې او روزش عمومي ریئس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو ریئس داد محمد پاینده اختري، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید الله صافي، د هرات ولایت ورزشي مسوولینو او د فوټبال فدراسیون د استازو په شتون کې پيل شوې.

په دغو سیالیو کې د هرات صرافانو، د کابل جوانان پيروزي، ننګرهار جلال اباد کلب، هرات هارون پوپل او د یاران نور لوبډلو ګډون کړی دی.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هرات صرافانو او د کابل جوانان پيروزي لوبډلو ترمنځ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده.

د یادو سیالیو موخه د افغانستان اتلان څلورم پړاو لیګ ته د لومړي او دویم مقام لوبډلو لاره پيدا کول دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS