د افغانستان د بډمنتون پنځه لوبغاړي د ایران په کوربتوب په نړيوالو سياليو کې ګډون کوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۹:۴۲
د افغانستان د بډمنتون پنځه لوبغاړي د ایران په کوربتوب په نړيوالو سياليو کې ګډون کوي

د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند بډمنتون ملي فدراسيون پنځه‌ تنه لوبغاړي به د ايران په فجر نړيوال چلنج سياليو کې ګډون وکړي او سبا به ايران هيواد ته روان شي.

دغو لوبغاړو نن د هيواد د ورزش ادارې له رهبري سره وليدل او سپارښتنه يې ورته وکړه، چې په دغو سياليو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي او په اسلامي روحيه ولوبیږي.

دغه سيالۍ چې د ايران هيواد په‌ کوربتوب د جنوري په ۲۸ مه نېټه پيلیږي او د فبرورۍ تر ۲مې نېټې پورې دوام کوي، د ايران په سمنان ښار کې ترسره کېږي.

هېره دې نه وي چې په دغو سياليو کې به د څه باندې ۲۰ هيوادونو ۱۰۰ ورزشکاران ګډون وکړي، چې د افغانستان څخه به پکې پنځه تنه لوبغاړي ولوبیږي، چې درې ورزشکاران به له افغانستان او دوه تنه افغان مهاجر ورزشکاران به له جرمني هيواد څخه د افغانستان په استازولۍ پکې لوبې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS