د اسيايي کراټې سيالۍ يو ځل بيا وځنډول شوې
د اسیا کراټې ټولنې غړو هېوادونو ته یو لیک استولی چې د څلورم ځل لپاره د اسیا اتلولۍ سیالیو د ځنډولو اعلان په کې شوی.
د اسيايي کراټې سيالۍ، چې تر اوسه دوه ځلې ځنډول شوې وې، د درېيم ځل لپاره د پنځو مياشتو لپاره وځنډول شوې. د نوې نیټې له مخې دغه سیالۍ به د ازبکستان په کوربه توب د لیندی میاشتې له ۲۶ څخه تر ۳۰ نیټې په تاشکند کې ترسره شي.
دا سیالۍ په اصل کې ټاکل شوې وه چې د 1401 کال د غویي په 22-25 نیټه ترسره شي چې د 29 جنګاښ څخه تر 2 زمري پورې وځنډول شوې او بیا د کوربه په غوښتنه وځنډول شوې او د 1401 کال د زمري له 5 څخه تر 9 پورې وځنډول شوې.
