د ارزګان ولایت د والیبال ټیم چې د والیبال سیالیو لپاره هلمند ته تللی وو د څو دوستانه لوبو د ترسره کولو وروسته ؛ بېرته اروزګان ته راستون شو.
د ارزګان ولایت د والیبال ټیم چې د والیبال سیالیو لپاره هلمند ته تللی وو د څو دوستانه لوبو د ترسره کولو وروسته ؛ بېرته اروزګان ته راستون شو.
د هلمند ولايت د واليبال فدراسيون د مسوولينو په وينا، لومړۍ لوبه د اروزګان لوبډلې د مارجې ولسوالۍ له لوبډلې سره ترسره کړه، چې د مارجې ولسوالۍ په ګټه د ۲،۳ په توپير سره پای ته ورسېده. په دويمه لوبه کې د هلمند د مرکز ټيم د اروزګان د ټيم په وړاندې ډګر ته ولاړه چی دغو دوو ټيمونو لوبه د ١،٣ په توپير د هلمند په ګټه پاى ته ورسيده. دغه سیالۍ د هلمند ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت تر څارنې لاندې د هلمند ولایت په لوبغالي کې ترسره شوې. ویل کیږي چې د افغانستان د ا.ا.ا له بریا وروسته د هیواد د بیلا بیلو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ سپورتي سیالۍ پیل شوي او دغه لوبډلې به د ا.ا.اد مسؤلینو او ولسونو لخوا حمایه او تشویق شي.
