د آزادې داوطلبي بلنه د حفظ او مراقبت توکو پېرل

Publish Date
Closing Date
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
د آزادې داوطلبي بلنه
د حفظ او مراقبت توکو پېرل
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، چې د حفظ او مراقبت وسایلو د پېرلو په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې سکن کاپي په فلش کې په وړیا ډول د یاد ریاست د تدارکاتو له آمریت او یا یې د یاد ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل ټول آفرونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرطونو او د تدارکاتو د قانون د کړنلارې مطابق په سر پټي ډول د اعلان له نشر څخه د (شنبې ورځ) د (سهار ۱۰:۰۰) بجې د ۱۴۰۳/۵/۲۷ نېټې پورې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د مالي او اداري ریاست ته چې په درېیم منزل کې موقعیت لري، وړاندې کړي. ناوخته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر ضمانت د بانکي ګرنټي په ډول ۴۵۰۰۰ پنځه څلوېښت زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستلو جلسه د ۱۴۰۳/۵/۲۷ نېټې د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د مالي او اداري دفتر په ریاست کې ترسره کېږي.