دکندز مرکزې کې دکورش سیالۍ ترسره شوه
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د کورش فدراسیون په ګډه همغږۍ د دې ولایت په کچه د ۷۴ تنو پهلونانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د غېږنیونې ازادې سیالۍ د یاد ولایت په مرکزي سپین زر ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د کندز ولایت ورزشي او د کورش فدراسیون مسوولینو او د کورش په زرګونو مینه والو شتون درلود.
د دې سیالیو په لړ د ورزشکارانو د هڅونې په موخه ورزشکارانو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.
د یادولو ده یادې سیالۍ د هرې اوونۍ په پای کې د خلکو ته د تفریح برابرولو په موخه نیول کیږي.
