دوو نورو افغان تکوندوکارانو اسیایي سیالیو کې د خپلو حریفانو پر وړاندې ماته ومنله
د تکواندو اسیایي سیالیو ته د لارموندنې سیالیو کې اشرف شکران خپل تاجکستاني سیال ته په منفي ۷۸ کیلو ګرام وزن کې او او حکمت الله زین هانکانګي سیال ته په منفي ۶۸ کیلو ګرام وزن کې ماته ومنله.
دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ ورزشکاران او دوه روزونکي ګډون لري.
د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ۳۴ هېوادونو په ګډون د منګولیا هېواد په کوربهتوب په اولان باتور د مې پر ۲۱ مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.
