دایکندی؛ اتحاد برګر لوبډله د میرامور ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۲۱:۲۷
دایکندی؛ اتحاد برګر لوبډله د میرامور ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د اتحاد برګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اتحاد برګر او امید اونه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتحاد برګر لوبډلې د ۱/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د والیبال د ودې په موخه ترسره شوې چې په پای کې ګټونکو لوبډلو ته د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS