دایکندي کې د والیبال سیالۍ د شهرستان اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۷:۳۸
دایکندي کې د والیبال سیالۍ د شهرستان اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ولسوالیو جام په نوم د والیبال سیالۍ د شهرستان اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شهرستان اتحاد لوبډلې خپلې سیالې الف مرکز لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې وحید الله غوره لوبغاړی، سمیع الله غوره شوټر او رحمان قرباني غوره سنټر وپېژندل شول.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه نیمه اونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۵
Background image

پکتيکا کې د K1 کيک بوکسينگ سبک شپږم پړاو سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او آمريت په همغږي، د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د څلورو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کيک بوکسينگ "ميرويس وزيرزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۱
Background image

بلخ کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته روزنيز سمينار ورکړل شو

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد رياست د غونډو په تالار کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د پهلوانۍ روزنيز يو ورځينی سمينار. . .

BACK TO NEWS