دایکندي؛ ګيتي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۹:۵۹
دایکندي؛ ګيتي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيتي ولسوالۍ کې د ( يووالي) جام په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د وليعصر مدرسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې وليعصر مدرسې لوبډلې خپلې سیالې اميد رويان لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې درې اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS