دایکندي؛ کيتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمني جام سيالۍ پيل شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کيتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتلان تمران لوبډلې خپلې سیالې جنت الهزاره لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه په کيتي ولسوالۍ کې د واليبال لوبو ته وده ورکول دي.
