دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کجران ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پایله کې ايت الله لومړی، هادي دويم او سجاد بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول او د ځغاستې ورزش دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
