دایکندي؛ چپراسک بازار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۳:۱۴
دایکندي؛ چپراسک بازار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري او د اسکان زراعتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت د چپراسک بازار په ورزشي لوبغالي کې له میرامور او شهرستان ولسوالیو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د اسکان او شیرمه ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اسکان لوبډلې د ۱/۳ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

یادې سیالۍ د ورزش د ودې، ورزش ته د ځوانانو د هڅونې او غوره لوبغاړو موندلو په موخه پیل شوي دي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS