دایکندي؛ په پاتو ولسوالۍ کې میوند تمزان لوبډله د والیبال سیالیو اتله شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۹:۸
دایکندي؛ په پاتو ولسوالۍ کې میوند تمزان لوبډله د والیبال سیالیو اتله شوه

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د پاتو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په یاد ولایت کې د دایکندي د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

په یادو سیالیو کې چې د دوه اړخیزو سیالیو په نوم د تمزان بازار په ورزشي لوبغالي کې د دوه ورځو لپاره ترسره شوې، یوې لوبډلې له ارزګان او درې لوبډلو له دایکندي ولایت څخه ګډون کړی و.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې میوند تمزان او ارزګان منتخبه لوبډلې له یو بل سره مخ شوې، چې میوند تمزان لوبډلې د ۳-۰ میدانونو په توپیر وګټله او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه د ارزګان او دایکندي ولایتونو ترمنځ یووالی او د والیبال د مخکښو لوبغاړو پېژندل ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS