دایکندي؛ پاتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۵۲
دایکندي؛ پاتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د پاتو ولسوالۍ په تمزان سيمه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې ورزشکارانو ۴۰۰ متري واټن طی کړ، چې په پايله کې ميرويس لومړی، محمد دويم او قاسيم درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵ کلېزې نمانځل و.

د سياليو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امريت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS