دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۱۸
دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یووالي په نوم د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د یوې ورځې په موخه د لاس چپه کولو پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ځوانانو له کټګورۍ مهدي لومړی مقام، حسین دویم مقام او ضیا درېیم مقام ترلاسه کړ او د لویو وررشکارانو له کټګورۍ لطف الله لومړی مقام، علي خان دویم مقام او حسین درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه‌ییزو لوبو ته وده ورکول، له نشه توکو د ځوانانو لرې والی او ورزشکارانو ته یوه سالمه تفریح برابرول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS