دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ولایت د میرامور ولسوالۍ په تګاب سیمه کې د یووالي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د سري قول لوبډلې خپلې سیالې سنګ ناهورو لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته د اتلولۍ جام او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.