دایکندي؛ ميرامور ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې نعمت الله د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ.
