دایکندي؛ مرکز کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ په پایله کې محمد شفایي لومړی، رحمان حسیني دویم او نور محمد درېیم مقام ترلاسه کړه.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
