دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د سنوکر سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې علي وفا لومړی، تهراني دویم او سید عبدالله بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.