دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د مرکز نیلي په پیشوک سیمه کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې محمد لومړی، سبحان دویم او نعمت الله درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ ېې دوام وکړ.
