دایکندي؛ مرکز نیلي کې د یوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد شیش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د یوولسو لوبډلو ترمنځ د ( یووالي ) جام په نوم د فوټبال سیالۍ د اتحاد شیش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد شیش لوبډلې خپلې سیالې عقابان جرف لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.