دایکندي؛ مرکز نيلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز نيلي ښار اړوند په ميش عليا سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ياران قمري بني هاشم لوبډلې خپلې سيالې ميلاد مهدي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په کليو کې د فوټبال لوبو ته وده ورکول و، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
