دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د لویو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۲ ورزشکارانو له ډلې حبیب الله لومړی او امین دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د دایکندي ولایت ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.