دایکندي؛ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د ازاده ګان باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۱۵
دایکندي؛ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د ازاده ګان باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د میرامور او شهرستان ولسوالیو د بېلا بېلو کلیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې د ازاده ګان باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د ازاده ګان باغ او تمدن غاف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ازاده ګان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د نشه یي توکو څخه د ځوانانو لرې والی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS